41 ابىجيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“
کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ.
د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.
د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.
هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.
په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“
روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“
کله چې ابىجيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو
د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“