40 د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“
دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“
يوه رحمدله ښځه عزت او احترام ګټى، خو بېرحمه سړى مال دولت ګټى.
کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بېعزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابىجيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه.
ابىجيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“