30 او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې،
په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“
ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.
خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“
سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.
او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“
خو تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم لوظ وکړه چې تۀ به زما اولاد ته هيڅ نقصان نۀ رسوې، نو داسې به زما او زما د خاندان نوم بېخى نۀ هېريږى.“
نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“