اول سموئيل 25:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى. Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.