Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:25
9 Iomraidhean Croise  

نو په دې خبره يقين مۀ کوه چې ستا ټول زامن مړۀ شوى دى، صِرف امنون وژلے شوے دے.“


صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.


څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى.


نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.


کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.


دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“


او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.


دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan