Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:24
15 Iomraidhean Croise  

يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.


هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې يوه بله مسئله بيان کړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده ووايه.“


هغې ووئيل، ”بادشاه سلامت، تۀ چې څۀ هم کوې، زۀ او زما خاندان به د هغې اِلزام اخلو، تۀ او ستا شاهى خاندان بې‌ګناه يئ.“


نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“


نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه.


نو اِستَر بادشاه له بيا لاړه او د هغۀ په پښو پرېوته، وې ژړل او مِنت زارى يې ورته وکړه چې د هغه خرابې منصوبې خِلاف څۀ وکړى کومه چې د اجاج اولاد همان د يهوديانو خِلاف جوړه کړې ده.


د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.


کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.


نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم.


نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو


کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو


صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.


صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan