23 کله چې ابىجيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“
اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“
کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“
څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله.
د وادۀ په ورځ هغې عتنىاېل دې ته رضا کولو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ څۀ غواړې.“
د وادۀ په ورځ عکسې عتنىاېل ته منت وکړو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“
کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.
نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو
او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.
ابىجيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“