Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:21
19 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟


هغوئ بې‌غېرته او بې‌اصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى.


هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى، او زۀ په غم باندې اخته يم.


تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه، دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.


د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.


کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.


ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.


بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.


د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،


د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.


ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.


نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى.


د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.


داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.


خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.


هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو.


هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan