Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2-3 د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:2
17 Iomraidhean Croise  

ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو.


هغه مالدار کېدو او لوئ سړے شو.


لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.


تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى.


برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.


هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.


نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.


اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.


هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،


هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه،


په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو.


نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے.


د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابى‌جيل هم بوتلے شوې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan