Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:19
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ دا په مختلفو ډلو کښې تقسيم کړل او د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ او د مخکښې قبيلې او ورپسې راروانې قبيلې په مينځ کښې فاصله وساتئ.“


هغۀ دوېم او درېم له هم دغه شان حُکم ورکړو او هغه ټولو له چې کوم د ډلو مشران وُو، ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عِيسو سره مِلاوېږئ.


تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“


هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.


هغه د خپل کور په حالاتو او سامان باندې خيال ساتى او د ناراستۍ روټۍ نۀ خورى.


يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو،


هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو.


ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan