15 خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى.
هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.