Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د داؤد سړى واپس راغلل او چې نابال څۀ وئيلى وُو نو هغه يې ورته ووئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:12
5 Iomraidhean Croise  

جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“


د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بې‌شکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.


زۀ روټۍ، اوبۀ او هغه ځناور ولې يوسم چې ما د خپلو نوکرانو دپاره حلال کړى دى چې هغه سړو له يې ورکړم چې ما ته پته هم نشته چې هغوئ د کوم ځائ نه راغلى دى.“


داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan