10 او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى.
په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“
کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.
خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده.
څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى.
کم عقل انسان بدعمله وى او د بدعملۍ کارونه کوى، هغه د دروغو سره د غريب د تباه کېدو منصوبې جوړوى اګر کۀ حاجتمند په حقه هم وى.
د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابىمَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو.
ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بېوفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بېعزتى کوې.
کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو.
د داؤد زلمى راورسېدل او د داؤد دا پېغام يې نابال له ورکړو. او هغوئ هلته اِنتظار وکړو،