Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 24:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 24:6
11 Iomraidhean Croise  

داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا جرأت څنګه وکړو چې د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه دې ووژلو؟“


خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“


نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“


خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،


څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ.


ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.


زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“


نو داؤد خپل سړى دې ته راضى کړل چې هغوئ به په ساؤل حمله نۀ کوى. ساؤل پاڅېدو، د غرۀ نه روان شو او په خپله مخه لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan