نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.
او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،
ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“