21 خو تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم لوظ وکړه چې تۀ به زما اولاد ته هيڅ نقصان نۀ رسوې، نو داسې به زما او زما د خاندان نوم بېخى نۀ هېريږى.“
اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نوم دا قَسم وکړې چې تۀ به زما سره دوکه نۀ کوې او همېشه به زما او زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې مُلک کښې وفادار وم چې تۀ دلته مسافر وې.“
لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو.
د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.
انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.
او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“
صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.
او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې،