2 ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو.
”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے.
تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى، په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.
کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى، نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.
بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.
نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو.
نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو چې داؤد ولټوى،