17 بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.
يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه.
هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى، او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.
فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.
هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بېګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“
ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“