16 کله چې داؤد خبرې ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل، ”دا تۀ يې داؤده، زما زويه؟“ او هغه په ژړا شو.
نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“
خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.
خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.
د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
په عدالت کښې زما دفاع وکړه او آزاد مې کړه او د خپلې وعدې په مطابق دې زما ژوند وساته
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى.
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.
نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“
ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“
لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“