14 ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې.
ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
په دې باندې ابنير سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د ساؤل سره بېوفائى وکړم؟ ستا خيال دا دے چې زۀ د يهوداه سپے يم؟ زۀ د شروع نه ستا د پلار ساؤل، د هغۀ وروڼو او د هغۀ د دوستانو وفادار يم او ما تۀ د داؤد د شکست نه بچ کړے يې، خو نن تۀ په ما کښې د يوې ښځې په حقله غلطى لټوې.
کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بېپردې کړے دے.“
مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“
ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“
خو تا بدعملى وکَرله او د بېاِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بېشمېره فوجيانو اعتبار کولو.
هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.
زما وينه دې د مالِک خُدائ نه لرې په پردۍ خاوره نۀ توئيږى. د بنى اِسرائيلو بادشاه دې صِرف د يوې ورَږې د لټولو دپاره ولې راشى، لکه څوک چې په غرونو کښې د زرکې ښکار کوى؟“