12 مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم.
نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“
د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.
هغه ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوى، هغه قومونه زما لاندې راولى
د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.
کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه، بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.
اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“
نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“
بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“
مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“
مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.