او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.
د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلىعزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلىعزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلىعزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“