8 نو ساؤل خپل لښکر د جنګ دپاره راوغوښتو، چې قعيلې ته لاړ شى او داؤد او د هغۀ لښکر ګېر کړى.
بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“
بيا داؤد وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ما دا اورېدلى دى چې ساؤل زما يعنې ستا د خِدمت کوونکى په وجه قعيلې ته د راتلو او د دې د ورانېدو منصوبه جوړوى.
ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“
کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“