Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 23:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 23:7
12 Iomraidhean Croise  

د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


د مالِک خُدائ ثناء دې وى، هغۀ ما ته خپله خاص مينه وښودله کله چې زۀ ګېر شوى ښار کښې محاصره وم.


د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى.


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.


نو ساؤل خپل لښکر د جنګ دپاره راوغوښتو، چې قعيلې ته لاړ شى او داؤد او د هغۀ لښکر ګېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan