5 نو داؤد او د هغۀ سړى قعيله ته لاړل او په فلستيانو يې حمله وکړه، هغوئ ډېر زيات کسان ووژل او د هغوئ څاروى يې بوتلل. نو داسې داؤد هغه ښار بچ کړو.
تۀ ما له د جنګ دپاره طاقت راکوې او په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوې.
هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول، هغوئ زما د پښو د لاندې شول.
د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.
د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. داؤد په هغوئ باندې د دومره لوئ طاقت سره حمله وکړه چې هغوئ وتښتېدل.
نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“
کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.