3 خو د داؤد سړو هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ مونږ دلته په يهوداه کښې يريږو، نو دا به زمونږ دپاره نوره هم سخته شى چې قعيله ته لاړ شُو او د فلستيانو په لښکر باندې حمله وکړُو.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟
کله چې داؤد د زيفه سره نزدې په صحرا کښې، په حورِش کښې وو نو پته ورته ولګېده چې ساؤل د هغۀ په مرګ پسې راوتلے دے.
نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“
بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“
ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.
نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“