Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 23:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 23:26
17 Iomraidhean Croise  

نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابى‌سلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“


زما نه ګېرچاپېره شوى دى، زۀ يې نيولے يم، کوى دوئ د دې انتظار چې زمکې ته مې راوولى.


د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې، ما وساته د بې‌رحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.


د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.


د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.


نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.


اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو.


نو هغوئ په ټوله دُنيا راخوارۀ شول او د خُدائ پاک د مقدسينو دېره او د هغۀ محبوب ښار يې راګېر کړو، خو د آسمان نه اور پرې نازل شو او هغوئ يې تباه کړل.


د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“


هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو.


دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو،


ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو.


نو هم په هغه وخت يو پېغام وړونکے راورسېدو او ساؤل ته يې ووئيل، ”فوراً راواپس شه. فلستيان په مُلک حمله کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan