25 ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو.
”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے.
نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.
نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے.
ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.
نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو.