24 نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے.
هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه،
بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“
ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو.
د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابىجيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،