20 بادشاه سلامت، مونږ ته پته ده چې تۀ هغه نيول غواړې، نو زمونږ علاقې ته راشه او مونږ به يې ونيسو او تا ته به يې حواله کړُو.“
ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.
بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.
پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى.
د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.
ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى.
هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى
داؤد بيا تپوس وکړو، ”د قعيلې اوسېدونکى به ما او زما سړى ساؤل له په لاس کښې ورکوى څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، هغوئ به تاسو ورته حواله کوى.“
ساؤل ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى ځکه چې تاسو په ما ډېر مِهربانه يئ.