Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 23:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 23:2
17 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“


داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“


داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.


داؤد د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”ما له په فلستيانو باندې حمله کول په کار دى څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه. زۀ به تا له فتح درکړم.“


مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.


اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.


د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلى‌عزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلى‌عزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلى‌عزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“


بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.


د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“


نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“


نو ساؤل د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به مونږ له فتح راکړې؟“ خو خُدائ پاک په هغه ورځ جواب ورنۀ کړو.


خو د داؤد سړو هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ مونږ دلته په يهوداه کښې يريږو، نو دا به زمونږ دپاره نوره هم سخته شى چې قعيله ته لاړ شُو او د فلستيانو په لښکر باندې حمله وکړُو.“


نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“


کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.


داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan