Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 23:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 23:13
7 Iomraidhean Croise  

د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو،


تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“


هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.


څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.


کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو.


داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan