Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 23:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 داؤد بيا تپوس وکړو، ”د قعيلې اوسېدونکى به ما او زما سړى ساؤل له په لاس کښې ورکوى څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، هغوئ به تاسو ورته حواله کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 23:12
12 Iomraidhean Croise  

دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم.


سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.


زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.


زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.


څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“


نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې.


او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.


د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“


د قعيلې اوسېدونکى به ما ساؤل له په لاس کښې ورکړى څۀ؟ ساؤل به په رښتيا راشى څۀ لکه چې ما اورېدلى دى؟ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم او ما له جواب راکړه.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، ساؤل به راځى.“


بادشاه سلامت، مونږ ته پته ده چې تۀ هغه نيول غواړې، نو زمونږ علاقې ته راشه او مونږ به يې ونيسو او تا ته به يې حواله کړُو.“


ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan