او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى.
د قعيلې اوسېدونکى به ما ساؤل له په لاس کښې ورکړى څۀ؟ ساؤل به په رښتيا راشى څۀ لکه چې ما اورېدلى دى؟ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم او ما له جواب راکړه.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، ساؤل به راځى.“