Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 22:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 22:8
12 Iomraidhean Croise  

شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“


نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى،


کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.


يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.


يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“


بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.


مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“


ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ او د يَسى زوئ زما خِلاف ولې منصوبه جوړَوئ؟ تاسو هغۀ له خوراک او تُوره ولې ورکړه او د هغۀ دپاره مو د خُدائ پاک سره مشوره ولې وکړه؟ نو هغۀ زما خِلاف سرکشى وکړه او هغۀ زما خِلاف نن لاره نيولې ده.“


ساؤل ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى ځکه چې تاسو په ما ډېر مِهربانه يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan