6 يوه ورځ ساؤل په جبعه کښې په غرۀ باندې د غز د ونې لاندې ناست وو، نېزه يې په لاس کښې وه او خپل ټول آفسران ترې نه ګېرچاپېره ولاړ وُو. هغه خبر شو چې داؤد او د هغۀ سړى پېدا شوى دى،
اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو.
هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيتايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل.
ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو.
په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.
يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.
او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.
بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.