5 بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو.
په دې وخت کښې داؤد په يو محفوظ ځائ کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس،
په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
بيا مالِک خُدائ جاد ته وفرمائيل چا به چې د داؤد دپاره نبوت کولو،
د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد.
بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو.