4 نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو.
د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس،
بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيتلحم قبضه کړے وو.
يو ځل د بنيامين او يهوداه د قبيلو د سړو يوه ډله هغه قلعې ته لاړه چرته چې داؤد وو.
بيا مالِک خُدائ جاد ته وفرمائيل چا به چې د داؤد دپاره نبوت کولو،
د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد.
بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،
ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
داؤد د هغه ځائ نه په موآب کښې مصفاه ته لاړو او د موآب بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت زما مور او پلار پرېږده چې راشى او تا سره تر هغې پورې ايسار وى چې ما ته پته ولګى چې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى.“
بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو.