20 خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو.
صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.
سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،
هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى.
داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورىاېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلىايل او عمىنداب.
د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،
چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.
خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.
هغۀ داؤد ته ووئيل، چې ساؤل د مالِک خُدائ اِمامان څنګه ووژل.
کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.
کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“
داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.
د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ مېدان نه تر سيلا پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې.