Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 22:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 22:15
10 Iomraidhean Croise  

دوه سوه سړى د هغۀ سره د ابى‌سلوم په دعوت باندې يروشلم ته تلى وُو، هغوئ ته د دې منصوبې په حقله هيڅ پته نۀ وه او ټول په صفا زړۀ تلى وُو.


هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل. کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو


او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه.


داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“


داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


بادشاه ورته ووئيل، ”اخيمُلکه، تۀ او ستا ټول خپلوان به وژلے شې.“


ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan