8 داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“
د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.
د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.
نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو.
اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم.
دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو.