4 اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“
او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“
دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“
تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.
تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“
نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه.