Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 21:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 21:2
13 Iomraidhean Croise  

اِسحاق ورته وفرمائيل، ”زما زويه، دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“


خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“


نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.


په عنتوت، نوب، عننياه،


ما د دروغژنو لارو نه وساته، او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.


اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.


دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.


کله چې هغه راغلو نو هغۀ د غېر‌يهوديانو ايماندارانو سره خوړل څښل، خو وروستو کله چې د يعقوب ملګرى راغلۀ نو هغۀ نور د غېر‌يهوديانو سره خوړل څښل پرېښودل. ځکه چې هغه د هغه خلقو نه يرېدو چا چې د غېر‌يهوديانو سنتېدل غوښتل.


يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،


ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“


تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم.


دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan