1 داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“
په عنتوت، نوب، عننياه،
دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.
هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“
د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.
سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيتلحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“
هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.