9 يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“
نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.
چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“
نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“
دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو،
بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.
مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“