اول سموئيل 20:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“ Faic an caibideil |
ابىسلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابىسلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“
داؤد مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د دوستانو په شان دلته زما مدد له راغلى يئ، نو په خېر راغلئ. زمونږ سره ملګرى شئ. خو کۀ ستاسو اراده دا وى چې دوکه مې کړئ او دشمن ته مې حواله کړئ، اګر چې ما تاسو له د تکليف رسولو کوشش هم نۀ دے کړے، نو زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک به د دې نه خبر شى او تاسو له به سزا درکړى.“