خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“
داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم.