34 نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بېعزتى کړې وه.
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،
او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.
په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو