33 او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.
سليمان د يربعام د وژلو کوشش کولو، خو يربعام د مِصر بادشاه سيساق له وتښتېدو او د سليمان تر مرګه پورې هلته ايسار وو.
ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“
ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو.
نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بېعزتى کړې وه.
کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى.