Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 20:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 20:3
18 Iomraidhean Croise  

خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“


او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو.


بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل.


نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول،


د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.


نو بيا صدقياه بادشاه د هغۀ سره په پټه وعده وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ په مالِک خُدائ درته قسم خورم څوک چې ژوندے دے، او څوک چې مونږ ته ژوند راکوى، نۀ به زۀ تا مړ کړم او نۀ به دې هغه کسانو ته حواله کړم څوک چې تا وژل غواړى.“


کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“


ستاسو ژوند به همېشه په خطره کښې وى. شپه او ورځ به تاسو يرېږئ او تاسو به هر وخت د مرګ په يره کښې ژوند تېروئ.


مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، تش د هغۀ عبادت کوئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.


انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.


حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم.


کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“


يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“


يونتن ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم غواړې نو زۀ به يې کوم.“


دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan